بحرین کې د ایران بریدونو صنعتي تاسیسات زیانمن او اورلګېدنه یې رامنځته کړې

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)
د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران په هوايي بریدونو کې د دغه هېواد ملکي صنعتي تاسیسات په نښه شوي، چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
رویټرز د بحرین د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې د ایران څو نور هوايي بریدونه یې هم شنډ کړي دي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې د بحرین په الرفاع او العوالي پوځي اډو کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.



