هرات کې د اسلامکلا له ګمرکه ۳۴ ټانکره بېکیفیته نفتي او نور توکي بېرته مسترد شوي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)
د هرات ولایت د اسلامکلا له ګمرکه په تېره ورځ ۳۴ باروړونکي موټر چې نفتي او غیرنفتي توکي یې لېږدول، د کیفیت د معیارونو نهپوره کولو او ناقانونه لېږد له امله بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.
د راپور له مخې، په مسترد شویو موټرو کې ۲۰ د پټرولو، ۱۳ د ډیزلو او یو موټر د پاکستاني موټرسایکلونو د پرزو بار و.



