د سنوکر درې افغان لوبغاړي د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره عمان ته ولاړل

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)
د افغانستان د سنوکر فدراسیون درې لوبغاړي او د دغه فدراسیون یو پلاوی د نړیوال جام سنوکر سیالیو کې د ګډون په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته روان شوي دي. یادو لوبغاړو له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د دغې ادارې له تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره مخهښه کړې ده.
د ورزش ادارې مشرتابه د لوبغاړو هڅې ستایلې او په راتلونکو سیالیو کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړې ده. د سنوکر نړیوال جام سیالۍ به د نومبر له ۲۳مې تر ۲۹مې نېټې پورې په مسقط ښار کې په انفرادي او ډلهییزو برخو کې ترسره شي.



