مسؤولين: افغانستان ته د ایران صادرات د وزن له مخې ۳۲ سلنه زیات شوي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)

د ایران د دوغارون ګمرک مسوولين وایي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وزن له مخې ۳۲ سلنه او د ارزښت له مخې ۱۰ سلنه زیات شوي دي.

د دوغارون ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیمي‌زاده ویلي، په دې موده کې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې څه باندې ۲۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، د دوغارون ګمرک له لارې افغانستان ته د ایران څه باندې ۹۰ سلنه صادرات لېږدول کېږي، چې فولادي سیخان، سمنټ، پتروشیمي او نفتي محصولات پکې مهم توکي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button