مولانا فضلالرحمان: که د ګوند پر مشرانو او غړو فشارونه دوام وکړي پراخ حکومت ضد لاریونونه پیلوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر ‘مولانا فضلالرحمان” حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که د دغه ګوند د مشرانو او غړو پر وړاندې اقدامات ونه دروي، پراخ لاریونونه به پیل کړي.
فضلالرحمان پرون په پېښور کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې ګوند به یې له خپلو سیاسي دریځونو شاته نه شي او خپلې مبارزې ته به د سیاسي لارو چارو له لارې دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د زندان له ګواښونو نه وېرېږي او د خپلو سیاسي موخو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.
د جمعیت علماء اسلام مشر پر پاکستاني امنیتي ادارو تور پورې کړی، چې د هېواد په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او له خپلو پلویانو یې غوښتي، چې خپلمنځي یووالی وساتي او مبارزه په منظم ډول پر مخ یوسي.



