د اسلام‌کلا ګمرک پر ۲۰ جریبه ځمکه د ۱۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پارکینګ جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)

د هرات ولایت د اسلام‌کلا ګمرک په ۲۰ جریبه ځمکه کې د ۱۱۱ میلیونه او ۶۷۵ زره او ۸۵۰ افغانیو په لګښت د یوه معیاري پارکینګ د کانکریټ‌اچونې چارې پیل شوې دي.

د دغې پروژې موخه د باروړونکو موټرو لپاره د معیاري تمځای جوړول، د موټرو د تمېدو ځایونو تنظیم، د ګڼې‌ګوڼې او بې‌نظمۍ مخنیوی او موټرچلوونکو ته د اسانتیاوو برابرول بلل شوي دي. اسلام‌کلا د افغانستان له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي بندرونو څخه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button