مزارشریف کې شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې په شمال زون کې د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې د اسنادو تر ارزونې وروسته، د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې د هاشمیې ښارګوټي شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، محکمې پرېکړه کړې، چې د دغې ځمکې متصرفین دې هغه د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې ځمکې دوسیه تر دې وړاندې د اړوند کمېسیون له لوري څېړل شوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button