خلیل الحیه: فلسطینیان له سختو شرایطو سره سره پر خپلې خاورې او حقونو ټینګ ولاړ دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیه” ویلي، چې د غزې فلسطیني ولس د سختو بشري شرایطو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له ګواښونو سره سره لا هم مقاومت کوي او له خپلې خاورې او حقونو لاس نه اخلي.

نوموړي دا څرګندونې په لبنان کې د عربي ملي کنفرانس په ۳۵مه غونډه کې د یوې وینا پر مهال کړې دي.

الحیه اشغالګر رژیم تورن کړی چې لا هم خپل پوځي بریدونه، د لوږې سیاست او د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کولو هڅې روانې ساتي.

نوموړي همداراز په لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو د پراختیا او د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو د هڅو د زیاتېدو او د بیت‌المقدس او مسجدالاقصی د یهودي کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د حماس د سیاسي دفتر مشر د فلسطیني ډلو ترمنځ د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او د یوې ګډې ملي رهبرۍ او ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

هغه همداراز د فلسطین د ولسمشرۍ، مقننه شورا او ملي شورا لپاره د عمومي ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او له عربي او اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې د اسرائیلي پروژې پر وړاندې خپل دریځونه سره همغږي او پیاوړي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button