سعودي عربستان د حوثي بریدونو د مخنیوي لپاره له اوکراین، جنوبي کوریا او نورو هېوادونو وسلې اخلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د ليندۍ ۲)

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، سعودي عربستان د حوثي ځواکونو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا ترڅنګ له اوکراین، جنوبي کوریا، پاکستان، ترکیې، یونان، بریتانیا او مصر سره هم دفاعي همکارۍ پراخې کړې دي.
راپور زیاتوي، ریاض له جنوبي کوریا سره د ۳.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د توغندیز دفاعي سیستم تړون لاسلیک کړی او له اوکراین څخه د کم‌لګښته بې‌پیلوټه الوتکو ضد سیستمونو د پېرلو هوکړه یې هم کړې ده.
د راپور له مخې، سعودي عربستان د پرله‌پسې بریدونو له امله د خپلو دفاعي توغندیو د زېرمو د کمېدو او د امریکايي توغندیو د لوړ لګښت او اوږد تولیدي بهیر له ستونزې سره مخ دی؛ ځکه هڅه کوي د دفاعي تجهیزاتو تولید په خپله خاوره کې پیل او له بهرنیو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ د لېږد او ګډ تولید تړونونه وکړي.
راپور کې راغلي، سعودي چارواکي غواړي د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا ترڅنګ، پر وارداتي وسلو خپله تکیه هم کمه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button