ټرمپ ایران ته ګواښ: که د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي، ایراني بېړۍ به ډوبې کړو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د ليندۍ ۲)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې که ایراني بېړۍ د امریکا له لوري د لګېدلې سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي، نو د امریکا سمندري ځواکونه به یې ډوبې کړي.
ټرمپ ایراني مذاکره کوونکي هم په خبرو کې د پایلې نه لرلو له امله نیوکه کړي او ګواښ یې کړی، چې که له ایران سره هوکړه ونه شي، ښايي له نوي کال وروسته پر دغه هېواد بیا بریدونه وکړي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي، چې د هرمز تنګي په شمال کې د غنم ټاپو ته څېرمه دوې سترې تېلوړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته چاودېدلې او تګ یې درولی دی.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې هم د عمان خلیج په اوبو کې، د ایران د چابهار بندر ته څېرمه د یوې تېلوړونکې بېړۍ د پېښې خبر ورکړی، خو د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.
په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا سمندري محاصره یوه «پټه اقتصادي جګړه» بللې او ویلي یې دي، چې د توغندیو له جګړې هم سخته تمامېدای شي.
د راپورونو له مخې، د نومبر له ۱۶مې راهیسې اووه تېلوړونکې بېړۍ په بېلابېلو پېښو کې په نښه شوې دي. د روان وضعیت په اړه شننې ښيي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د محاصرې او متقابلو ګواښونو دوام د هرمز تنګي د سوداګریزو، تېلو او انرژۍ لېږد رالېږد له جدي خطر سره مخ کولای شي.



