هلمند کې افغان ځواکونو لومړۍ بې پیلوټه الوتکه پورته کړه

کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو د څارنې د لومړنیو بې پیلوټه الوتکو الوتنې پيل کړې.
دغه الوتنې چې له یوې پوځي اډې څخه پیل شوي دي، د الوتکو نوم یې «سکین ایګل» دی.
دغه الوتکې چې د څار او کشفي معلوماتو د راټولو لپاره په نویو او پرمختللو وسایلو سنبالې دي، له هوايي ډګر پرته اوتنې کولی شي.
د دغو الوتکو په اوصافو کې راغلي دي، چې د څلور زرو شپږ سوه مترو په لوړوالي الوتنې کوي.
د دغې الوتکې په اړه امریکایي پوځي سلاکار جګړن جاسون وایټ وايي، دغه الوتکې چې په هلمند کې د افغان ځواکونو لپاره ځای پر ځای شوي دي، د دوی استخباراتي او کشفي معلومات به پیاوړي کړي.
د یادولو ده، سکین ایګل بې پيلوټه الوتکې سل زره ډالره بیه لري، او تر څلور ویشتو ساعتونو پورې په هوا کې پاتې کېدلی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button