روزګان کې امنیتي وضعیت خراب دی، ښايي طالبان د ولسوالیو د مرکزونو پرته نورې ټولې سیمې ونیسي

کابل ټکی کام ۰۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له روزګان ولایت څخه خبري منابع وايي، چې په دغه ولایت کې طالبان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي، او امنیتي ځواکونه له ماتې سره مخ دي.
د روزګان ولایت ولایتي شورا وايي، چې په دغه ولایت کې نا امنیو زور اخیستی دی، او په دغه ولایت کې سیمې د سقوط له اندېښنې سره مخ دي.
د روزګان ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزی وایي، چې ولسوالیو ته ټولې غځېدلې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
نوموړي وویل، چې طالبان دا مهال د دغه ولایت پر ګڼو سیمو حاکمیت لري.
ښاغلي خادمزي د خبرداري په توګه وویل، که د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ او د جګړې پیاوړې کولو ته توجه ونه شي، نو دغه ولایت به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
ځایي خلکو هم رسنیو ته تأیید کړې ده، چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي، او ښايي ډېر ژر ګڼې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.
له بلې خوا د روزګان ولایت د والي ویاند ښاغلي سنت الله تیموري هم اندېښنه وښودله، او ویې ویل، چې طالبان په دوو ولسوالیو کې پراخ حضور لري، او په پراخه توګه خپل عملیات مخ په وړاندې بيايي.
مګر تیموري ډاډ ښيي، چې په نورو سیمو کې امنیتي ځواکونه بریالي دي، او په راتلونکې کې به د طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړي.
د یادولو ده، چې طالبان په داسې حال کې پرمختګ کوي، چې تېره ورځ اشرف غني د دوی په وړاندې د سولې پر ځای د جګړې اعلان وکړ.



