طالبان: لرې نه ده، چې د ثور د ۸مې په څېر به د امریکایي ځواکونو د ماتې یوه بله ورځ هم تاریخ ثبت کړي

کابل ټکی کام ۰۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې د ثور د ۸مې او ۷مې په اړه کابل ټکي کام ته په رالېږل شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې د ثور د ۸مې په څېر به د امریکایي ځواکونو د ماتې یوه بله ورځ هم تاریخ ثبت کړي.
په اعلامیه کې د ثور ۷مه نېټه د کمونستي جنایتکارانو قدرت ته رسېدل یوه بدمرغه او د تقبیح وړ ورځ بلل شوې ده.
همدا راز په اعلامیه کې درست امت او هېوادوالو ته د ثور د ۸مې نېټې مبارکي ویل شوې ده، او د دغې ورځې واقعي فاتح مجاهدین یې ستایلي دي.
طالبانو په اعلامیه کې د ثور د ۷مې او ۸مې نېټې د تاریخ بیانولو وروسته ویلي دي، چې دوی دا مهال د هېواد په ډېری خاوره کې حاکمیت لري، او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.
طالبانو په اعلامیه کې د خپل نظام د بیا راوستنې امید ښودلی دی، او د یو شمېر ناوړه کارونو یادونه یې کړې ده، چې د دوی په راتلونکي نظام کې به شتون نه لري.
«لرې نه ده چې یو ځل بیا به دا ملت د ثور د ۷ کودتاچیانو کمونستو غلامانو په څیر د غرب تا لیڅټي هم د شوروي اتحاد د پاتي شونو له سر نوشت سره مخ کړي او د ثور د ۸ تاریخ په څير یوه بله ورځ د تاریخ په پاڼوکې ثبت کړي، خو په دومره تفاوت چې بیا به د دې هیواد د مجاهدینو او ديني قشر له آرمانونو سره خیانت نه کيږي، بیا به څوک معاملو ته نه پريښودل کيږي، بیا به ډلې او ډلبازیو ته اجازه نه ورکول کیږي، بیا به دلته د جهاد او اسلام له آدرسه د کفارو سره پټې او ښکاره معاملې نه کيږي، بیا به دا هیواد د انارشۍ، قومي، سمتي، ژبني او توکميزو فتنو په لور نه پريښودل کيږي او په عمل کې به سوچه اسلامي نظام جوړيږي، خلک به خپل حق د شریعت او دين له مخې خپلوي، او هيڅوک به د بل په وړاندې برترۍ او ظلم ته نه پريښودل کيږي، د افغانستان اسلامي امارت د ثور په ۷ نیټه د کمونیستي جنایتکارانو قدرت ته رسیدل یو بدمرغه او تقبیح وړ جنایت بولي او د ثور د ۸ د مجاهدینو د کامیابۍ د ورځي مبارکي ټول مسلمه امت او هیوادوالو ته وایي، الله تعالی دي د ټولو مبارکو شهیدانو د پاکو وینو په برکت یو سوجه اسلامي نظام حاکم کړي. امین یارب العالمین.»



