طالبان وایي، د کندز خان اباد کې یې افغان عسکرو ته درنده مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۱غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یې افغان عسکرو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو ویلي دي، چې نن ماسپښين شاوخوا ۱ بجه د دغې ولسوالۍ اړوند په دوکان آدم خان سیمه کې د دوی جنګیالیو پر افغان عسکرو بریدونه ترسره کړل، چې مقابل لوري ته یې درانده تلفات واړول.
طالبانو د وژل شویو عسکرو کره شمېره نه ده څرګنده کړې.
طالبانو همدا راز ویلي دي، چې په جګړه کې یې ۲ عرادې ټانګونه، ۱ عراده امبولانس چې د وژل شویو عسکرو د لېږد په موخه راغلی وو، له منځه وړي دي.
طالبان زیاتوي، چې په نښته کې یې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button