ولسمشر غني وايي، د اباسین پر قاتلینو به عدالت تطبیق کړي

کابل ټکی کام ۱۱غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د اباسین له پلار حاجي عبدالغفور سره د ټلیفون له لارې غمشریکي وکړه، او ژمنه یې ورسره وکړه، چې د ځوی پر قاتلینو به یې عدالت تطبیق کړي.

ولسمشر پر دغه پېښه د خواشینۍ ښودلو تر څنګ وویل، چې اړونده ارګانونو ته یې امر کړی دی، تر څو د اباسین پر قاتلینو عدالت تطبیق کړي.

د یادولو ده، ۱۲ کلن اباسین چې د ۹ خورانو یواځينۍ ورور وو، د کابل په کارته نو سیمه کې د اختطافګرو له لورې تښتول شوی وو، ګوته یې پرې ورکړې وه، او له کورنۍ څخه یې د خوشي کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وه، بالآخره له سختو شکنجو او وهلو وروسته یې اباسین وواژه، چې بیا وروسته یې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې جسد وموندل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button