تېره میاشت هند کې سختې ګرمۍ شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه کړي

کابل ټکی کام ۱۲غويي/۱۳۹۵، هلال خاورې

د نړیوالو رسنیو له لورې په تازه ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي دي، چې تېره میاشت په دغه هېواد کې د سختې ګرمۍ له کبله شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

نړیوالو رسنیو د هندي چارواکو له خولې لیکلي دي، چې په یو شمېر سیمو کې یې په پخولو بندیز لګولی دی.

دغو چارواکو د پخولو د بندیز لامل دا ښودلی، تر څو د سختې ګرمۍ له کبله اور لګېدنه رامنځته نه شي.

هندي چارواکو تر ټولو زیاتې ځپل شوې سیمې د تیلانګانا، اندرا پردېش او اړیسه ایالتونه یاد کړي دي.

هندي چارواکو وویل، چې په دغو ایالتونو کې تېره اپرېل میاشت ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

دوی ویلي دي، چې په دغو ایالتونو کې د تودوخې درجه له ۴۴ درجو پورته ثبت شوې ده.

هندي مقاماتو ویلي دي، چې په مهاراشترا او ګجرات سیمو کې د سیندونو اوبه کمې شوي دي، جهیلونه د وچکالۍ سره مخ دي، چې له کبله یې فصلونه له منځه تللي، او ګڼ څاروي مړه شوي دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې رئیس وای کي ریدي رويټرز خبري اژانس ته د خبرو پر مهال ویلي وو، چې دوی د ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د سږ کال اپرېل میاشت تر ټولو ګرمه میاشت ثبت کړې ده.

د یادولو ده، چې تېر کال په هندوستان کې د سختې ګرمۍ له کبله څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان وژل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button