
حقوقپوهان: د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون برید بي له جنګي جنایته بل څه نه دی
کابل ټکی کام ۱۲غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ پنټاګون وویل: چې د امریکايي ځواکونو له لورې د کندز د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون برید جنګي جنایت نه، بلکې یوه تېروتنه ده.
حقوقپوهانو د پنټاګون د دغې خبرې په غبرګون کې ویلي دي، چې د کندز د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون برید له جنګي جنایته بل څه نه دی.
حقوقپوهانو همدا راز ویلي دي، چې د ملي یووالي حکومت په کورنیو چارو کې د امریکا متبع دی، او په کورنیو چارو کې د امریکا د پرېکړو پر تعمیل مأمور دی.
دا په داسې حال کې چې افغان حکومت هم د پنټاګون د دغو څرګندونو ملاتړ کړی دی.
او همدا راز په دې وروستیو کې جان کیري افغانستان ته په دوه ورځیني سفر راغلی وو، او د ملي یووالي حکومت عمر یې له دوو کلونو څخه پنځو کلونو ته وغځاوه، چې د افغانستان د یو شمېر چارواکو غوسې یې راوپارولې.
یو حقوقپوه عبدالشکور سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د امریکا له لورې د کندز د روغتون د پېښې په اړه راپور ناپېیلی نه دی.
نوموړی وایي: د برید په اړه راپور خندوونکی دی، ځکه چې تورن کس هم متهم ، هم قاضي او هم څېړوونکی دی.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم دپنټاګون د راپور په هکله ویلي دي، چې د کندز پر روغتون د امریکا لخوا برید تېروتنه نه، بلکې جنګي جنایت دی.
د ولسي جرګې یو غړی منور شاه بهادري وایي:
«دا هېڅکله نه منو چې دا یوه تېروتنه وه، ځکه چې د امریکايي ځواکونو تجهیزات دومره پرمختللې دي چې میلي متر هدف ترې نه خطا کېږي، نو ویلی شو چې دا یو جنګي جنایت دی.»
د جرګې بل غړی داوود ناصري هم وايي، چې بهرني ځواکونه تل ادعا کوي چې تر ځمکې لاندې یو انچ شی هم پېژندلی شي، نو د کندوز په برید کې دومره ستره تېروتنه څنګه امکان لرلی شي؟
باید ووایو، چې د تلې پر شپږمه د سهار په ۳:۳۰ بجې طالب ځواکونو د کندز پر ښار حمله وکړه، او له هوايي ډګر پرته یې ټول ولایت تر خپلې ولکې لاندې راوستو، او د یوې زیاتې مودې لپاره یې د کندز پر چوک خپل سپین بیرغ درولی وو.
امریکایي ځواکونو چې د جګړې توان یې له لاسه ورکړی وو، د کندز د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون یې هوایي برید ترسره کړ، چې له کبله یې ۲۰۰ ملکي وګړو او د روغتون کارمندانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د یادولو ده، په دې وروستیو کې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې هم امریکایي الوتکو پر ملکي وګړو بمبارد وکړ، چې له کبله یې شل ملکي وګړي ووژل شول، مګر افغان حکومت ورته اشاره هم ونه کړه.



