ټرمپ چین باندې تور لګولی، چې د امریکا په اقتصاد یې تېری کړی

کابل ټکی کام ۱۳غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند له لورې نوماند ډونالډ ټرمپ پرون یکشنبه یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال پر چین تور ولګاوو، چې د امریکا پر اقتصاد یې تېری کړی.
ټرمپ چې دغه څرګندونې په ایندیانا ایالت کې یوې غونډې ته کولې، چین یې د نړۍ په تاریخ کې ستر غل وباله.
«هېره نه کړئ، که زه ولسمشر شوم، نو چین ته به اجازه ورنه کړم، تر څو زمونږ پر اقتصاد تېری متدوم وساتي.»
نوموړي وویل، چې د چین دغه تيري د امریکا پر سوداګرۍ منفي اغېزه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ د امریکا په نوماندانو کې یوه جنجالي څېره بلل کیږي، چې له خلکو سره په بد چلند کې نوم لري، له همدې کبله له ده سره د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمېر غړي هم خلاف دي.
د یادولو ده، دا لومړی ځل دی، چې ټرمپ د امریکا د اقتصاد په اړه چین تورنوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button