کابل ټکی کام ۱۳غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بغلان د ولایتي شورا یو شمېر غړو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ زیاتې سیمې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
له بغلان ولایت څخه خبرونه وایي، چې د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ او ډنډغوري سیمه کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنده جګړه روانه ده.
خبرونه وایي، چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته د طالبانو په پرتله زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بغلان ولایت چې دا مهال یو نا امنه ولایت ګڼل کیږي، ډېری سیمې یې د طالبانو په لاس کې دي، او جګړه ورځ تر بلې پکې زور نیسي.
له بلې خوا د بغلان ولایت امنیتي مسئولین ډاډ ښيي، چې دوی د هغو سیمو د نیولو په موخه چې له لاسه یې ورکړي دي، عملیات پیل کړي دي، او ډېر ژر به یې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د بغلان ولایت د کډوالو چارو ریاست وایي، چې د دغو جګړو له کبله د بغلان ولایت له دهنې غوري ولسوالۍ او ډنډغوري سیمې څخه یو زرو پنځه سوه کورنۍ د دغه ولایت د مرکز فرحت تپې سیمې ته په کډه شوي دي، او هلته په خېمو کې ژوند کوي.
د یادولو ده، طالبان دا پرمختګ داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني د دوی پر خلاف د جګړې اعلان وکړو.


















