نیویاک کې یوه کلیسا د اور لګېدنې له امله لمنځه تللې

کابل ټکی کام ۱۴غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

خبري رسنیو ویلي دي، چې تېره شپه د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې یوه کلیسا د اور لګېدو له امله لمنځه ولاړه.

خبرونه وايي، دغه کلیسا چې د سربي ارتودوکس مسیحیانو وه، دوی پرون د ایستر مذهبي مراسم ترسره کړل.

تراوسه پورې د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم شوی، مګر پولیسو له خلکو سره ژمنه کړې ده، چې عامل به یې معلوم کړي.

ځايي پولیس د دغې کلیسا وېجاړتیا د نیویارک ښار لپاره ستره ضیاع بولي.

د یادولو ده، چې د نیویارک په منهاتن سیمه کې د ارتودوکس مسیحیانو دغه کلیسا ۱۶۰ کاله لرغونتوب لري، چې په ګوتیک سټایل جوړه شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button