داعش په عراق کې د یوې کورنۍ ټول غړي په مرموز ډول سره وژلي

کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

یو شمېر نړیوالو خبري رسنیو د عراق د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي، د العلم سیمې په حمرین غرونو کې د یوې کورنۍ غړي موندل شوي ، چې لاسونه یې له یو بل سره تړل شوي وو.
په دغه کورنۍ کې مور، پلار او درې ځامن شامل دي.
د عراقي سرچینو له قوله چې دغې کورنۍ د لوږې له کبله په حمرین غرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې وايي، دغې کورنۍ په پام کې درلوده، چې د کرکوک ولایت له حویجې سیمې څخه د صلاح الدین ولایت العلم سیمې ته وتښتي.
باید ووایو، حویجه سیمه د داعش ډلې تر ولکې لاندې ده.
دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه) رامنځته شوې ده، چې د هغې ورځې د هوا درجه ۴۲ سانټي ګرېډ ښودل شوې ده، او له حمرین غرونو څخه تېرېدل لږ تر لږه ۸ ساعته وخت نیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button