«د حکمتیار غیر فعاله ډله د غني سره سولې ته نږدې شوې»

کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دي، چې د حکمتیار غیر فعاله ډله له ولسمشر غني سره سولې ته نږدې شوې ده.
واشنګټن پوسټ د ګلبدین حکمتیار د ډلې په تعارف کې ویلي دي، دغه ډله چې اوس یوه غیر فعاله ډله ده، او د ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدو کې د کورنۍ جګړې پر مهال یوه ځواکمنه ډله وه.
واشنګټن پوسټ لیکلي دي، د ولسمشر غني ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، چې د یو شمېر کوچنیو اختلافاتو له کبله له حکمتیار سره د سولې د پنځه ویشتو مادو تړون ځنډول شوی دی.
دغه ورځپاڼې د ولسمشر غني د ویاند دوا خان مینه پال له قوله لیکلي دي، چې د دغو اختلافاتو هوارول به یوه ورځ او یا څو اونۍ ونیسي.
واشنګټن پوسټ لیکلي دي، که څه هم یو شمېر څېړونکي وايي، چې د ګلبدین سره سوله به له طالبانو سره احتمالي سولې ته لاره پرانيزي، خو له طالبانو سره سوله پېچلې ده.
واشنګټن پوسټ له حکمتیار سره سوله د ولسمشر غني لپاره یو بری بللی دی.
د یادولو ده، حکمتیار د یو شمېر شرطونو (وسله به پر ځمکه ږدي، او د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کې به ورګډيږي…) په منلو سره سوله کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button