کابل ټکی کام ۰۲سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار مصري چارواکو ویلي چې د سرک پر غاړه ځای پر ځای کړل شوی ماین د چاودنې له امله دوه پوځيان وژل شوي دي. په خبر کې ویل شوي چې د دوه تنو پوځیانو د وژلو علاوه په چاودنه کې ۲۴ تنه ژوبل هم دي. مصري چارواکو ویلي چې ماین د هغو پوځیانو د سپرلۍ پر بس چاودېدلی دی، چې تازه د روزنې څخه فارغ ،او د پوځیتوب دنده ورته سپارل شوې وه. ماین چاودنه د سینانا ارامې جزیرې څخه بهر د سرک پر غاړه شوې ده، چې په مصر کې چاودنې اوس هر وخت په دولتي پوځیانو ترسره کیږي. مصري حکومت د مرسي د نظام د نسکورولو وروسته یعنې د ۲۰۱۳ کال څخه وروسته د اسلامپالو سره په جګړه بوخت دي.


















