کابل ټکی کام ۲۲ زمری ۱۳۹۴
لومړنۍ برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
دسيرت علم تعريف ،موضوع ، غرض،تاريخ ،تدوين ،
دسيرت اوسنت ترمنځ توپير اوغوره سرچېنې يې:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه: دامضمون په کوم فن کې ليکل شوی ؟
ځواب : دسيرت په فن کې.
پوښتنه:دسيرت لغوي معنا څه ده؟
ځواب : سيرت عربي کليمه ده او دعربي ژبپوهانو،سيرت په يوولسومعناو بيان کړی دی ، چې په لاندې ډول دي:
۱):حالت.
۲): شکل (بڼه).
۳): سنت.
۴): طريقه.
۵): طبيعت.
۶): دعملونوصحيفه(دوسيه)
۷): چلن(کړه وړه)
۸): خوی (خلق)
۹): کېسه .
۱۰ ): مذهب(دين).
۱۱):مخ .
پوښتنه: دسيرت اصطلاحي تعريف بيان کړه.
ځواب : سيرت په اصطلاح کې هغه علم ته وايي چې په هغه کې درسول اکرم صلی الله عليه وسلم سپېڅلي ذات او شخصيت ،قول فعل کهول، سکوت ،نسب پيدايښت څخه تروفات پورې کړه وړه په مستندډول بيانوي .
پوښتنه: دسيرت او سنت (حديث)ترمنځ څه توپير دی؟
ځواب :سيرت ليکونکو او محديثينوويلي :
په نبوي سنت کې يوازې دنبي اکرم عليه السلام اقوال،افعال او سکوت (دهغه پروړاندې خبره او يا کار شوی وي ،نه يې رد کړي وي او نه يې تايدکړی وي ) بيانيږې ،خو درسول اکرم دمبارک ذات په اړه هيڅ نه ويل کېږي.
مګر سيرت کې ددغو درې واړو ډولونو په بيانولو سربيره درسول الله سپېڅلی ذات ،صورت او هغه پورې تړلي ټول اړخونه په تفصيل سره بيانولی شي .
(يعنې سنت خاص دی اوسيرت عام دی ،ددواړو ترمنځ نسبت دعموم خصوص مطلق دی)
پوښتنه: دسيرت علم موضوع بيان کړئ.
ځواب : دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم پاک ذات (بدن، صفات ،رسالت اوپه هغه پورې ټول امور) دسيرت موضوع ده.
پوښتنه: دسيرت دفن غرض اوعايه څه شی ده؟
ځواب : دسيرت دعلم (ليکنې،ښونې)موخه او غرض دهغه له سپېڅلي ژوند او حالاتو ځان او نور خلک خبرول او دهغه په شريعت باندې عمل کول دي (چې الله تعالی خپلو بندګانو لپاره مبعوث کړی او دهغه ټول کړه وړه اسلامي شريعت دی ).
پوښتنه: دنبوي سيرت حکم څه دی؟
ځواب : درسول اکرم صلی الله عليه وسلم دسيرت زده کړه او عمل ورباندې کول پر هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض دي.
يادونه:درسول الله دژوندچارې (عبادات ، معاملات، ماکولات، مشروبات ، ملبوسات ، حرکات ، سکنات ، الات ، ادوات ،محاربات، معاهدات،جود،سخا،صبر،تحمل،حرکت،،سکون،دوستي ،دښمني (ولاء،براء)دعوت اورياضت سياست،صيله رحمي ،عفو،حقپالنه،ناسته ،ولاړه ،همت ،شجاعت،استقلال،استقامت اوثبات )په دوه ډوله دي: يو ډول يې ديني چارې دي بل دنیوي ،ديني په دوه ډوله دي فرضي اونفلي ،دنيوي هم په دوه ډوله دي فري او مستحبي نوپه فرضي چاروکې يې متابحت فرض دی او په نفلي چاروکې مستحب دی.
پوښتنه: دسيرت دليکنې پېلامه اوتاريخ له کوم کال پېل شو؟
ځواب : دنبوي طيبه سيرت دليکلو پېلامه ددنبوي هجرت په لومړي ځل په ۵۰ هـ کال چې له ۶۷۳م سمون خوري پېل شويده ،اوبختورو صحابه وو يې سپېڅلي ژوندهره شېبه ،هرکاراوګام دتاريخ غېږې ته وسپاره چې دځکې تاريخ ورباندې بدل اوښکلی شو.
پوښتنه: دمبارک سيرت لومړی چا تدوين او وليکه؟
ځواب : دنبي کريم عليه السلام دمبارک سيرت لومړی تدوين کوونکی عروه بن زبيربن عوام رضی الله عنه (زېږيدلی:۲۳هـ مطابق ۵۶۶ م ـ مړ:۹۳ هـ مطابق ۷۱۴) و .
دعروه پلار ،زبيربن العوام درسول الله ص له درې پلوه خپل و (دبې بي خديجې وراره ، درسول الله باجه يعنې دبې بي عائشې رض دکشرۍ خور اسماء بنت ابي بکر (ذات النطاقين ) ميړه و،او له عشره مبشره وو څخه و ) لومړی نبوي سيرت همدغه بختور صحابي ليکلی و .
له حضرت عروه بن زبير رضی الله عنه وروسته نبوي سيرت چا وليکه؟
دويم بختور شخص چې دګران پېغمبر سيرت يې ليکلی ددريم خليفه حضرت عثمان رضی الله عنه ځوی ابان بن عثمان (ز:۳۲ـم:۱۰۵)
دريم بختور شخص چې درسول اکرم سپېڅلی سيرت يې ليکلی عبدالله بن ابي بکر انصاري (مړ:۱۳۵)و.
څلورم شخص دتابعي دور امام زهري محمدبن مسلم بن شهاب (ز: ۵۰ ـ م:۱۲۴)و، چې نبوي طيبه سيرت يې ليکلی.
بيا محمدبن اسحاق بن يسار دالمغازي په نوم نبوي سيرت ليکلی،بيا محمدبن عبداملک بن هشام دسيرت ابن هشام په نامه وليکه .
پوښتنه: دسيرت باوري سرچينې کومې دي؟
ځواب : دنبوي سيرت ماخذونه څلور دي :
۱):قرآن کريم .۲): نبوي احاديث.۳):دصحابه کرامو اثار. ۴):چې دپورتنيو ماخذونو او داحاديثو ثقه کتابونوحواله لرونکي وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ»»»»
کليات ابي البقاء :۲۰۹مخ – ايوب بن موسی،المكى- الحنفي،مړ:۱۰۹۳
تفسير الکشاف:۳ ټ ـ ۵۸ مخ -أبو القاسم جار الله الزمخشري الخوارزمي – مړ:۵۳۸ هـ
احکام القرآن للجصاص:۳ټوک،۳۵۵مخ- أحمد بن علي الرازي الجصاص أبو بكر- مړ:۲۱۱ ربيع الاول.
تفسيرالنکت والعیون :۳ټوک ۳۸۸ مخ- أبو الحسن علي بن محمد بن حبيب الماوردي البصري – مړ:۴۵۰ه)
تفسيرالقرطبي ۷ټوک ۱۰۲ مخ- الإمام أبو عبد الله الأندلسي القرطبي -مړ:234 هـ)
المنجد: ۳۶۸ مخ،علي بن الحسن كراع النمل)
القاموس الفقهي:۱۸۴ مخ، الدكتور سعدي أبوحبيب)


















