
ایا د امیرالمؤمنین شهادت به طالبان کمزوري کړي؟
کابل ټکی کام ۰۶غبرګولي/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمدالله غزنوي
ناټو ویلي دي، چې د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل به طالبان بې ثباته کړي، او د دوی لپاره اوس یوه لاره ده، چې هغه د سولې څخه عبارت ده.
لومړی باید مونږ طالبان وپېژنو، بیا د ناټو د دغې بيانيې په هکله نظر ورکړو، طالبان یو منظم، په هره برخه کې فعال، یو دریځه او باتدبیره تحریک دی، چې ورځ تر بلې د پرمختګ لور ته روان دي.
طالبان داسې یو قوي خوځښت دی، چې خپل مشر پخپله ټاکي، د بل هېواد څخه د مشر ټاکلو لپاره څوک نه راغواړي.
طالبان مسلمانان، افغانان او باغیرته خلک دي، چې یوه خبره وکړي، نو خلک د هغې د تعمیل انتظار باسي، چې کله او چېرته به دا کار عملي کړي.
د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات وروسته د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله په ټاکل کېدو سره په افغانستان کې د طالبانو بریدونه تر پخوا ډېر پراخ او ګړندي شول، چې ورځ تر بلې به د فتوحاتو زیري زیات اورېدل کېدل.
همدا شان په افغانستان کې چې د طالبانو یو شهید وشي، د هغې په شهادت سره پوره یو صف بل هم اضافه شي، او د ځوانانو د ځوانو جذبو په مټ سره پر مقابل لوري بریدونه دومره توند شي، چې هغه د سیمې څخه تېښتې ته اړ کړي، او په هغه سیمه کې خپل سپین محمدي بیرغ ورپوي.
نو تاسو قضاوت وکړئ!
داسې یو تحریک چې د یوه عادي شهید پر سر یو صف اضافه کیږي، نو د دغه تحریک د مشرتابه او د رأس شهادت به د څومره ځوانانو جذبې ګړندۍ او تاندې کړي، او خپل توند بریدونه به نور څومره توند کړي؟
داسې نه چې شهید امیرالمؤمنین سوله نه غوښته، بلکې په ټولو طالب مشرانو کې هغه پر سوله ډېر خوښمن وو، خو مقابل لوري یې ورسره شرطونه ونه منل، او د سولې بهیر یې ټکنی کړ.
نو په نتيجه کې ويلى شو، چې ناټو هسې د خپلې کم عقلۍ اظهار کړی دی، چې په دې سره د خپلو مورال بايللو ملګرو ته دا ډاډ ورکړي، چې ګواکې طالبان يې پر وړاندې کمزوري شوي دي
طالبان به دا ځل د دښمن تبلیغاتو او غوښتنو ته هېڅ توجه ور نه کړي، د مقابل لوري داسې ځایونه به په نښه کړي، چې دوی به د هغو ځایونو د نښه کولو سوچ هم نه کوي.
ان شاءالله.
یادونه: کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې نظر ورسره شرط نه دی.


