
د طالبانو د نوي مشرتابه په اړه دملي یووالي د حکومت مسئولیت
تبصره
د ملي یووالي حکومت په خپل هېواد کې د ملت د سر او مال د ساتنې، د ارضي تمامیت، د ملت هراړخیز خوندیتوب او په داخل او بهرکې د یوې سالمې ستراتیژي دخپلولو مسئولیت لري چې د یوه رښتني سیاسي لوري په لرلوسره په خپل هېواد کې پرافغان اولس د تپل شوې جګړې ټول لاملونه له منځه یوسي.
وړمه ورځ ولسمشر اشرف غني د خبریالانو په اړه جوړې شوې غونډه کې د ملي یووالي د حکومت لومړیتوبونو ته اشاره وکړه خو دا ېې ونه ویل چې ترهرڅه باید په هېوادکې د امن راوستلو او د جګړې دلاملونو د له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړل شي .
اشرف غني د افغاني ژوند پنځه زره کلن تاریخ څخه یادونه وکړه او دا ېې هم وویل چې راتلونکې پنځه زره کاله به هم تاریخ ژوندی ساتو خو د یونیم کال په تیریدوسره ېې د خپل هیواد د سلامتیا او امن لپاره یو قدم هم نه دی اخستي او نه ورسره د حکومت په چوکاټ کې د امن او سولې کومه څرګنده تګلاره شته .
د هېواد ساتنه او د ولس د ژوند پایښت یواځې له بهره د تپل شوو جګړو په دوام او په غونډو کې په شعارونو، نه ترلاسه کیږي، د هېواد د سلامتیا او ولس دبرخلیک د څرګندولو او د کږلیچونو څخه د ژغورلو لاره په سیاسي شعور او سالمه داخلي او بهرنۍ پالیسۍ په خپلولو سره ترلاسه کیږي.
د هرهېواد سیاسي چارواکي چې ورته د سیاست په ډګرکې د کامیابیو ګوته نیول کیږي د سیاسي مخالفتونو سره مخ دي، افغانان چې د سیاسي مخالفت په نسبت ېې د وسلوال مخالفت پله درنه ښکاري چارواکي ېې په دې نه دي توانیدلي چې د وسله وال مخالفت په کمولو کې مثبت رول ولوبوي .
دکمونستي کودتا له پیله افغانان د جګړې په اورکې سوځي ترنن ورځې پوري په هېواد کې د جګړې د اور مړ کولو سیاست خپل نه کړاې شو او نه چارواکو د ولس د هوسا او امنناکه ژوند لپاره خپل مسئولیت ترسره کړ.
اوس چې طالبانو خپل نوی مشر وټاکه په اړه ېې ډول ډول تبصرې کیږي په دې حساس وخت که دملي یووالي حکومت د خپل مسئولیت پیژندلو ته اړتیاده، چې څرنګه د طالبانو په مقابل کې د خپل سالم دریځ او تګلارې په خپلولو سره په هېواد کې د جګړې مخه ونیول شي .
طالبان دجګړې پلویان نه دي او نه جګړه دمسئلې حل بولي، خو د ملي یووالي په حکومت کې دومره څوک نشته چې طالبانو ته دجګړې د نه دوام قناعت ورکړي، د طالبانو د جګړولاملونه له منځه یوسي او د طالبانو له لاسونو وسله واخلي .
د ملي یووالي د حکومت مسئولیت دی، چې د طالبانو سره د سولې د خبرو زمینه برابره کړي، د ولس د باور ترڅنګ د طالبانو باورهم ترلاسه کړي ترڅو په هېواد کې د تل لپاره جګړه پاې ته ورسیږي، د ملګروملتونو، اسلامي هېوادونو او.ای.سي او په سیمه کې د امن غوښتونکو هېوادونو په همکاريو په هېوادکې د سولې او امن زمینه برابره کړي.
د ملي یووالي حکومت مسئولیت دا دی، چې نور ولس د ټولو بدبختیوڅخه وژغوري، چې دا د ملي یووالي دحکومت دمسئولیت په لومړیتوبونو کې راځي.



