دطالبانو له نوي مشره دغرب اندیښنې

سرلیکنه
طالبانوتیره ورځ دیوې اعلامیې په خپرولو سره دملا اخترمحمد منصوردوژل کیدو په تائید اعلان کړه چې په خپلوکې دمشورو وروسته ېې مولوي هیبت الله په پوره اتفاق خپل نوی مشر ټاکلی دی، که څه هم دنوي مشرپه ټاکلو کې دطالبانو مشورو څوورځې وخت واخیست اودا ویل کیدل چې طالبان دنوي مشر په ټاکلو کې نه سره جوړیږي خواکثرداډول پریکړې دپوره مشورو ورسته کیږي او څومره چې وخت واخلي هومره ېې پایلې مثبتې راوځي .
تیرکال چې دملامحمد عمر مجاهد دمړینې اعلان وشو غربي رسنیو او هم دلته په کابل کې یوشمیر دطالبانو خلاف تبلیغاتي کمپنیو په خپلو تبلیغاتو پیل وکړه؛ تبلیغوله به ېې چې دملامحمد عمر دوفات ورسته دطالبانو تنظیم په څو ډلو وویشل شو خو وروسته دوخت په تیریدو سره طالبانو بیا په ټول هېواد کې دبریدونو په دوام خپل یو والی ثابت کړ.
دمولوي هیبت الله په مشرتابه سره یوځل بیا دغرب سره اندیښنې زیاتې شوې، د اندیښنو مهم ټکی ېې دادې چې دطالبانو نوي مشرسره دچامخالفت نشته دمعلوماتو په اساس دطالبانو نوی مشر یونرم مزاجه او په نظامي محکمو کې ېې بیلا بیلې دندې ترسره کړي هم دي خو دخپل عمر زیاته برخه ېې په علم او تدریس کې تیره کړیده .
دوېمه اندیښنه چې غربي چارواکو څرګنده کړې هغه داده چې مولوي هیبت الله د خپل علمي مقام په وجه په ټولو طالبانوکې محبوبیت لري او دهمدې محبوبیت له امله دغربي چارواکو اندییښنې زیاتې دي .
په کابل کې دناتواستازي رونالډفلیسویګ اندیښنه ښودلې؛ ویلي ېې دي چې که طالبان دنوي مشرسره په خپل پخواني حالت کې پاتې شي نو نه یواځې داچې دملي یووالي دحکومت امنیتي ځواکونه بلکه دناتو ځواکونه هم دسخت خطرسره مخ کیدای شي .
دملي امنیت شورا وړاندوینه کړیده چې دطالبانو په صفونو کې درز پیداشویدی خو د درز دپیداکیدو کوم دلیل او ثبوت ېې ندی وړاندي کړی یواځي دغربي رسنیوپه څیر ېې خپل مخالفت ښودلی دی.
کومه اندیښنه چې غربي چارواکو دمولوي هیبت الله په اړه ښودلې ده هغه کاملا په ځاې اندیښنه ده او باید غربي چارواکي دا اندیښنه له ځانه سره ولري چې مولوي هیبت الله باندی طالب مشرانو ځکه دمشرتابه یووالی وښود چې له هره اړخه دطالبانو په وینا دمشرتابه لپاره وړشخص دی او ټول طالبان ېې حکم داسې مني لکه څرنګه چې ېې دملامحمد عمر حکم مانه، که موږ او یانورې رسنۍ دطالبانو دنوي مشر د راتلو په اړه وړاندوینه کوو ترڅه حده به مو دخپلو تجربو کار اخستی وي خو دابه وخت ثابته کړي چې دغربي چارواکو اندیښنه ترکومه حده په ځای ده .



