
ایټالیايي مقاماتو ویلي، چې د شنبې په ورځ یې ۶۰۰ پنا غوښتونکي له ډوبیدو ژغورلي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولي ۹ عبدالهادي همت
د هغو پنا غوښتونکوڅخه، چې په اروپايي وړو کشتیو کې له مدیتراني بحیرې څخه تېرېدل په تیره یوه هفته کې ۱۳ زره نفرو ته نجات ورکړی.
د رسنیو له قوله ویل شوي، چې په هغو عملیاتو کې، چې د شنبې په ورځ پناغوښتونکي د لیبیا څخه د ایټالیې په لور روان وو ایټالیايي، ایرلینډي او الماني کښتیو په کې ګډون درلود.
همدارنګه د پسرلي موسم کې د شرایطو په برابرېدو سره د مدیتراني بحیرې له لوري، چې د پناغوښتونکو اصلي لاره ده افریقايي پناغوښتونکي د اروپا په لور سفر کوي.
یو ددغو عملیاتو نه، چې د شنبې په ورځ د ایرلنډ له خوا وشول او کښتۍ يې له ډوبیدو وژغورله، په کې ۱۲۳ پنا غوښتونکي وژغورل شول .
د ایرلنډ د بحري قواو مقاماتو ویلي، چې ژغورل شوي کسان په یوه بادي کښتۍ کې سواره وو، چې انساني قاچاقبران یو د تعداد زیات کسانو په قاچاق کولو کې له نوموړو کښتیو څخه استفاده کوي . په ورته وخت کې ایټالیايي مقاماتو ویلي، چې په څلورو نورو عملیاتو کې الماني قواو پنا غوښتونکي ژغورلي، چې په همدې ډول بادي کښتیو کې سواره وو.
په همدې حال کې د شنبې په ورځ څلور۴ زره هغه پناغوښتونکي وژغورل شول، چې د بحر له لارې ایټالیا ته اوښتل .دا په داسې حال کې ده، چې په تېره اوونۍ کې د مدیتراني په بحیره کې د زیات شمېر پنا غوښتونکو د ډوبېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.



