جنرال امرخیل: که اردو همکاري ونکړي د غزنی ولایت سقوط کوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولي ۹ عبدالهادي همت

د غزنی ولایت امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل رسنیوته ویلی دي، چې دغزني په ولایت کې د دفاع وزارت مربوط د اردو عسکر کومه سالمه اداره نلري  او له پولیسو سره هیڅ همکاري نه کوي، امرخیل وویل: داردو ټول قطعات باید دمرکز لخوا بررسي شي.

 همدارنګه امرخیل زیاته کړي: له دې سره سره، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې مونږ  زیات  شمیر مکتوبونه ورلیږلي  دی، خو  بیاهم کوم اهمیت  نه دی ورکړ ل شوی او له پولیسوسره يي هیڅ همکاري نه  ده کړی .

له هغي ورځې، چې طالبانو د عمري په نامه عملیات پیل کړي د هیواد په اکثروولایاتوکې جګړو زور اخستی دی،چې څه موده وړاندي دغزنی ولایت مرکزته څیرمه طالبانو د اردو او پولیسو په ګډ کاروان برید تر سره کړی و او ګڼ شمېر روغ ټانګونه يې  له ځان سره بیولي وو، چې انزورونه يې پخوا په رسنیوکې خپاره شوي دي .

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د غزني ولایت زیاتې سیمې  د طالبانو تر ولکې لاندې دي، چې د سیمې اوسیدونکي یې هم تاییدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button