پاکستاني ځواکونه د کونړ مرورې او سرکاڼو ولسوالیو ته ۵ سوه متره ننوتي

 

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۰ عبدالهادي همت

کونړ امنيه قوماندان وايي چې پاکستاني پوځيان د سرګاڼو او مرورې ولسوالۍ په منځنۍ سيمه کې سلګونه متره مخې ته راغلي او غواړي چې پوځي تاسيسات جوړ کړي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي، چې پاکستاني پوځيان د کونړ د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ د بخدي کنډو په سيمه کې د ډيورنډ له کرښې څخه پنځه سوه متره د افغانستان خاورې ته را ننوتي دي، هغه وايي، چې پاکستاني پوځيانو په دې سيمه کې ځنګلونه وهلي او د پوستو په جوړلو اخته دي.

د کونړ امنيه قوماندان د پاکستاني پوځيانو دغه کړنه د نړيوالو قوانينو خلاف بولي او زياتوي چې دغه موضوع يې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده. نوموړي وویل چې د ستونږې د هواري په برخه کې يې پوره هلې ځلې پيل کړې دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم پاکستانيو پوځيانو د ناړۍ، دانګام، شیګل، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو په صفري نقطو کې پوستې جوړې کړې دي.

د یو بل خبر له مخې پاکستاني ځواکونو پر ډيورنډ کرښه له خوست سره د تګ راتګ لارې تړلې او پر سپرليو سربېره بار وړونکو موټرو ته هم اجازه نه ورکوي چې د کرښې کومې غاړې ته واوړي.

د یاودونې وړ ده، چې د افغانستان اوسني حکومت د بې بندوبارۍ له مخې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو د پوځي تاسیساتو جوړولو خبرونه ورکول کیږي. د خوست د ولايتي شورا غړی قيمت خان منګل وايي، چې پاکستان د تڼيو او تريزيو ولسواليو د ځينو لوړو غرونو پر هغو نقطو پوستې جوړوي چې، د دغه ولايت زياتره سيمې ترې په واضح ډول ښکاري،چې په سوېل ختيځ کې د سرحدي پوليسو د دويمې لوا قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزي پر لوړو څوکو یې د پاکستاني پوځيانو د ځای پر ځای کېدو پخلی وکړ او دا يې له سرحدي اصولو خلاف کار وباله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button