فیض محمد ځلاند: امریکا غواړي د افغان وژنې هغې لړۍ ته، چې د ترهګرۍ په نامه پیل شوې، دوام ورکړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولي ۱۰ عبدالهادي همت

د امریکا مشرانو جرګې هغه قانون ته د تایید رایه ورکړې، چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو جګړه ییز ماموریت غځېږي او خاص جنګي صلاحیتونه به ورکول کېږي.

دغه هېواد د خپلو ځواکونو ماموریت غځېدو له لارې غواړي د افغان وژنې لړۍ ته چې د ترهګرو د ځپلو تر نامه لاندې پیل شوې، دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې برطانوي ځواکونو هم خبر ورکړی چط افغانستان ته به نور سل۱۰۰ سرتیري استوي.

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند په یوه مرکه کې ویلي، چې امریکا لا هم په سیمه او افغانستان کې د نظامي ستراتیژیو په پلي کولو سره غواړي خپلو مرموزو موخو ته ورسېږي، لا هم غواړي د افغان وژنې هغې جګړې ته چې د ترهګرۍ په نامه پیل شوې دوام ورکړي.

ځلاند وویل: ((کوم امنیتي او دفاعي تړون چې د ملي یووالي د حکومت او امریکا تر منځ لاسلیک شوی و، امریکا اوس تر دېره بریده هڅه کوي، چې له هغه څخه په استفادې خپلسریو شپنیو عملیاتو، د بې پېلوټه الوتکو بریدونو ته په سیمه کې دوام ورکړي. له بده مرغه د ملي یووالي حکومت له امریکا څخه په دې برخه کې کوم ضمانت نه و اخیستی، نو بناً د ضمانت نه شتون دوی ته دا اجازه ورکوي څو په ورته کړنو لاس پورې کړي)).

په تیرو پنځلسو کلونو په موده کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ګڼې بشري سرغړونې وکړې، په زر ګونو بې ګناه افغانان یې ووژل او زندانونو ته یې واچول، د ډول ډول فکري انحرافاتو پلانونه یې عملي کړل، چې په دې سره جګړې لا زور واخیست او ولس له لاسپوڅي حکومته خوابدی او د طالبانو په لور یې سترګې واوښتې، په وروستیو کلونو کې د هیواد زیاتې سیمې د طالبانو لاسونو ته وغورځېدې.

 

په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېږي او له دې نېټې وروسته امریکایان په افغانستان کې د پوځي عملیاتو حق نه لري، خو اوس هم د اشرف غني په بلواکه او شړېدلې اداره کې امریکايي پوځیان د پخوا په څېر په افغانستان کې خپلسري عملیات ترسره کوي.

 

شنونکي د امریکا دغه اقدام د امنیتي تړون خلاف عمل بولي او وايي چې امریکا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د قانوني چوکاټ د جوړولو په هڅه کې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button