
عراقي ځواکونو د فلوجې ښار د نیولو عملیات پيل کړي
کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۱۰ عبدالهادي همت
راپورونه وايي، عراقي ځواکونه نن سهار پر فلوجې ښار عملیات پيل کړي. د فرانس پرس اژانس خبري اژانس د خبر له مخې، عراقي ځواکونه نن سهار فلوجې ته ننوتل او له داعش وسله والو سره یې سخته جګړه پېل کړې ده. دغو عملیاتو کې د امريکا هوايي قوه او شيعه ملېشې هم ملګرې دي.
وروستی راپورونه ښيي، چې د داعش تکفیری ډلې مشران وسلې پریږدی او په تښتې دي او ان تر دې، چې له فلوجه ښاره دښځو په جامو کې د تښتې هڅه کوي، خو ویل شوي، چې یو شمیر داعشي مسئولان دښځو په جامو کې د تښتې په وخت کې نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې عراقي پوځیانو د ښار شاوخوا ټولې سیمې نېولې او یوازې مرکز یې د داعش وسله والو په ولکه کې دی. فلوجه له دوو کلونو راهیسې د داعش وسله والو په لاس کې ده، چې له همدې ځایه د عراق په نورو برخو کې بریدونو پلانوي.
عراقي ځواکونو له خلکو غوښټي چې له ښاره ووځي، د راپورونو له مخې شاوخوا ۵۰ زره خلک لا تر اوسه په دې ښار کې بند پاتې دي.



