افسوس ځوانيمرګه اميرالمؤمنينه !

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۱۰

ليکوال : شريف الله (پکتياوال)

دا چې ته د دريو اسلامي هيوادونو (ايران، پاکستان او افغانستان) په مينځ کې د وخت فرعوني، طاغوتي او وحشي دښمنانو په نښه کړې ته به څومره مايوسه شوی يې، څومره به نه هيلی شوې يې، څنګه به دې يوه خوا بله خوا ارمانجنې سترګې تاو کړې وي، څومره انتظار به دې کړی وي که يو څوک پيدا او په تا بلې لمبې ووژني.

افسوس ځوانيمرګه اميرالمؤمنينه !

څومره په تنهايي کې ولاړې، کاشکې په دې وخت کې خو يو طالب جان درسره وای، کاشکې يو داسې څوک خو درسره وای چې ستا ارماني سلګۍ يې اوريدلې وای، ستا په زمري بدن بلې لمبې يې وژلې وای، ستا مخ يې قبلې ته ګرځولی وای.

افسوس ځوانيمرګه اميرالمؤمنينه !

تا به په دې وخت کې د څه ارمان کړی وي، شايد در په در خاورې په سر طالب جان در په ياد شوی وي، ځکه تا خو د طالب لپاره ډيرې منډې وکړې، ډير سوالونه دې وکړل، تا خو طالب خپل اولاد باله، ټوله مينه دې طالب جان ته ورکړې وه.

افسوس ځوانيمرګه اميرالمؤمنينه !

کيدای شي د طالب جان ترڅنګ خپل کمکيان دې هم سترګو ته دريدلي وي، د هغو هغه کوچنی خبرې، ممی، تا، لالک، کاکاجان، اغا جان او نورې مو اوريدلې وي، کيدای شي تا له کور څخه د راوتو په حالت کې هغو ته د څه راوړو ژمنه کړې وي، خو افسوس اميرالمؤمنينه چې تا خپل کباب شوی بدن ور ووړ.

افسوس ځوانيمرګه اميرالمؤمنينه !

طالب جان دې په څومره سخت حالت کې پريښود، څومره دې وژړاوه، څومره دې خفه کړ، څومره دې مايوسه او ناهيلی کړ، يتيم دې کړ، سودايي دې کړ، له ټولې نړۍ څخه مرور دې کړ.

افسوس ځوانيمرګه اميرالمؤمنينه !

خو پر تا دې افرين وي، د مور شيدې دې شه، عجيبه فولادي عزم او تګلاره دې په میراث کې پريښوده، داسې فولادي تګلاره چې تر عمره به يې څوک کږه نه نشي کړلی، اتحاد دې پريښود، اتفاق دې پريښود، عزم دې پريښود، تکل دې پريښود، ورورولي دې پريښوده، اخوت دې پريښود، او هغه څه دې پريښودل چې د نړۍ پوهان ورته ګوته په غاښ شول، هغه څه دې پريښودل چې ټول طاغوتي او شيطاني قوتونه هک پک ورته پاتې شول.

په مخه مو ښه اميرالمؤمنينه ! مونږ وبښه اميرالمؤمنينه ! خپل حق راته وبښه اميرالمؤمنينه ! چې له مونږ نشې خفه اميرالمؤمنينه ! په پای کې وعده ده، وعده ده، وعده ده که مو ستا پر دښمن لاس بر شو بدله ه دې اخلو اميرالمؤمنينه !

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button