
د هلمند نهرسراج کې دوو امنیتي سرتېرو خپل ۴ ملګري وژلي
کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له هلمند ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې دوو امنیتي سرتېرو خپل ۴ ملګري وژلي، او د مهماتو سره طالبانو ته رسېدلي دي.
دغه پېښه پرون مازدیګر ۶:۰۰ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د نهرسراج د یکلنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
خبرونه وایي، چې په دغه برید کې يادو دوو سرتېرو خپل ۴ ملګري ځای پر ځای قتل کړي دي.
طالبانو هم په خپله رسمي وېبپاڼه کې پېښه تأیید کړې ده، او ویلي یې دي، چې دواړه سرتیري د یوه کرولا موټر، ۴ کلاشنکوفونو، یوه راکټ، یو ۷۰ ډزی، یوه توپنګچې سره تر دوی پورې روغ رمټ رسېدلي دي.
د یادولو ده، له تېرې شپې راهیسې طالبانو د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو کارنده بریدونه ترسره کړل، چې د نهرسراج اړوند سیمه کې لښکرګاه ته څېرمه یوه مهمه قرارګاه ونیوله، او د مقابل لوري څلوېښت تنه یې ووژل، او ګڼ مهمات یې ترلاسه کړل.



