
طالبانو په هلمند کې له افغان ځواکونو څخه لویه قرارګا نیولی
کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۱۰ عبدالهادي همت
طالبانو ویلي، چې دغه قرارګاه د نهرسراج د بلوچانو په سیمه کې موقعیت لري، چې د یوې شپې درنې جګړې وروسته نن سهار ۴ بجې په بشپړه توګه ونیوله.
د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ته څېرمه د افغان ځواکونو یوه لویه قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه هم ورکول کیږي. طالبان وايي چې تر ۴۰ زیات عسکر یې وژلي دي چې د ګڼو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي او پاتې عسکر یې په تېښته بریالي شوي دي.
هلمند ځایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال ۱۱ پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د پولیسو د ۵۰۵ زون قوماندان عصمت الله دولتزی وايي، پېښه تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې شوې ده. نوموړی زیاتوي، لسګونو وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستې برید وکړ.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې طالبانو رسنیو ته لیږلې، په قرارګاه کې په لسګونو درنې او سپکې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
طالبان وايي چې دولتي ځواکونو له سهار راهیسې درې ځله د قرارګاه د بیرته نیولو په موخه پراخ تعرضونه وکړل چې درېواړه یې په شا تمبولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په همدغې سیمه کې لسګونه اربکیان ووژل. دغه راز دولتي چارواکو منلې چې د طبیلې په نوم ستراتیژیکه سیمه کې یې درې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
یاده دې وي، چې ددې پېښې په اړه دولتي چارواکو تر اوسه د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.



