هلمند ولایتي شورا: که ولایت ته تازه دمي سرتیري ونه رسیږي، لښکرګاه سقوط کوي

کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د هلمند ولایتي شورا مرکزي حکومت ته خبردارۍ ورکړی دی، که ولایت ته تازه دمي سرتیري او هوايي ملاتړ ونه رسیږي، لښکرګاه سقوط کوي.

د ولایتي شورا رئیس ښاغلي کریم اتل په ډېره جدي توګه له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، تر څو د ولایت مرکز لښکرګاه او د مرکزي ولسوالیو د ساتنې لپاره تازه دمي سرتیري ولایت ته واستوي.

د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې په تېرو دوو شپو کې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۸ پولیس د طالبانو له خوا وژل شوي دي، او ۱۵ نور ټپيان دي.

سرچینې همدا راز ښکاره کړه، د نادعلي په شاول سیمه کې چې طالبانو له سختو کارنده بریدونو وروسته ونیوله، وړمه شپه پکې ۱۷ پولیس ووژل شول، ۷ نور ټپيان شول، او ۸ نور ورک دي.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله تأییدوي، خو له کره شمېرې ناخبره دی.

د یادولو ده، د هلمند ولایت ډېری سیمې د طالبانو په لاس کې دي، چې په ډېرو کمو ساحو کې افغان ځواکونه واکمن دي، طالبان د دغو سیمو په نیولو سره کولی شي، چې ټول هلمند ته سقوط ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button