په سمنګانو کې دښار دپاکوالي تدابير ونيول شول

کابل (انصارخبر) ۱۱ غبرګولي/جوزا ۹۵
د هېواد د پایتخت په شمول  يو شمير ولاياتو کې کثافات زيات شوي او آن تردې چې دښاريانو ژوند ېې له ستونزو سره مخ کړيدى .

په يوه بې ساري اقدام کې د ايبکو ښاروالۍ له خوا د کثافاتو درې سوه لوښي د سمنګانو ولايت په مرکز کې ځاى پرځاى شول .
د ايبکو ښاروالۍ د تخنيکي سکتور مدير عبدالشکور رسنيو ته ويلي چې : د کثافاتو پر دغو لوښو چې د ايبکو ښار د دوکاندارانو په مالي مرسته د ښاروالۍ له خوا برابر شوي دي څه ناڅه يوسلو پنځوس زره افغانۍ لګښت راغلى دى .
پدې اړه يوې اړوندې سرچينې وويل : دغو دوکاندارانو ژمنه وکړه چې له دې وروسته خپل توليد شوي کثافات په هغو کې راټولوي چې دچاپيريال د ککړتيا مخه ونيول شي.
د سمنګانو ولايت خلک د ښاروال ددغه اقدام له امله خوښي وښودله او له ټولو دوکاندارانو او ښاريانو څخه يې وغوښتل چې دښار پاکوالي او نظافت ته کلکه پاملرنه وکړي او کثافات په هغو سيمو کې چې د دولت له خوا ټاکل شوې، واچوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button