
شمالي کوریا د بالاستیکي توغندي په ازمایښت کې پاتې راغله
کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۱۱ عبدالهادي همت
شمالي کوریا د منځني واټن بالستیکي توغندي ناکامه ازموینه تر سره کړه. د RENHAP خبري اژانش د خبر له مخې نوموړی ازمایښت پرون د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا د کانواندو ولایت د وان سان د ښار په سیمه کې وشو، خو ناکامه شو.
یونهاپ خبري اژانس په یوه راپور کې د معلومات لرونکو سرچینو له خولې لیکلي چې د شمالي کوریا څلورمه ازموینه هم ښایي د موسودان ډوله توغندی وي.
د Rёnhapژانس د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې دغه توغندی چې شمالي کوریا یې په ازموینه کې پاتي راغله د «موسودان» ډوله توغندیو د ټولګې توغندی وو چې ۳۰۰۰ کیلومتره لري واټن ته الوتنه کولای شي.
د ویل شویو مشخصاتو موسودان توغندی کولی شي جاپان او د امریکا ګوام ټاپوګانو ته ورسېږي، خو لا هم شمالي کوریا هېڅکله هغه په بریالیتوب سره نه دی ازمایلی.



