کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۱۲ عبدالهادي همت
افغان امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو د کندز په پېښه کې د بایومیټریک ماشین څخه استفاده کړې او په مټ یې د وسله وال پوځ منسوبین له عامو وګړو څخه پېژندلي دي.
لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې طالبانو دغه بایومیټریک ماشین څو میاشتې مخکې د کندز ولایت د سقوط پر مهال ترلاسه کړی وه.
تېره ورځ خبر ورکړل شو،چې طالبانو د قندوز پر لویه لاره ۲۰۰ سوه مسافر برمته کړي، چې د هغې له جملې څخه طالبانو ۱۵۰ کسان خوشي کړي، ۱۲ تنه یې وژل ي او نور یې له ځانه سره ساتلي دي.
د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې طالبانو تېره شپه په انګورباغ سیمه کې درې موټر درولي او بیا یې ټول مسافرین د عمرخېل سیمې ته انتقال کړي او له هغه ځایه یې د کښتیو په واسطه بلې سیمې ته لیږدولي دي.
نوموړي یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو د بایومیټریک ماشین په واسطه د وسله وال پوځ جنګیالي او منسوبین پیژندلي، هغوی یې برمته کړي او پاتې نور مسافرین یې بیرته خوشې کړي دي.
نوموړی وايي چې ځینو برمته شوو کسانو له طالبانو سره په جګړه لاس پورې کړی وه، چې له کبله یې د طالبانو له خوا وژل شوي دي. هغه زیاتوي چې اوس یوازې ۱۸ کسان له طالبانو سره برمته دي، چې په خبره یې، د ازادولو لپاره یې هڅې روانې دي.
ښاغلی کامه وال دا مني چې نیول شوو کسانو د وسله وال پوځ سره تړاو درلود. طالبانو وايي، چې د وژل شویو کسانو شمېر نهه تنه دی.
مجاهد وویل: دا کسان ملکي خلک نه بلکې د کابل ادارې نظامي کارکونکي دي چې د شواهدو سره نیول شوي او په اړه يې دقیق استخباراتي معلومات موجود وو.
طالبانو نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي وه چې ۲۶ تنه د نظم عامه پولیس او کومانډو عسکر یې په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې له ملکي لباس څخه په استفادې په عامه بسونو کې سفر وکړي، چې پاتې خلک یې له پیژندنې وروسته بیرته خوشې کړي دي.
د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې د قومي سپین ږیرو په منځګړتوب یې د دغو کسانو د خلاصون لپاره له طالبانو سره اړیکي نیولي خو د طالبانو له خوا ځواب نه دی ورکړل شوی.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له دې تخنیک څخه په استفادې دولتي نظامي منسوبین پلټي، تر دې وړاندې داسې راپورونه ترلاسه شوي وه چې په ننګرهار، بغلان، تخار او نورو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو بایومیټریک سیستم د طالبانو ګوتو ته ورغلې.
تېره اونۍ د بغلان ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف اندیښنه څرګنده کړې وه، چې طالبان د کابل – شمال په لویه لاره عام موټر دروي او دولتي او نظامي منسوبین د بایومیټریک ماشین په واسطه تشخیصوي.















