د اوښکو باران\بلېنډه بدرۍ

کابل ټکی کام ۱۲غبرګولي/۱۳۹۵، بلېنډه بدرۍ

نن درپسې ژاړمه نن ښه درپسې ویر کوم
نن به مې د اوښکو سم باران دې په تصویر کوم
کوندې که راویښې پرې جذبې د ولولو دې شي
نن به په لمبو مې نقاشي د خپل ضمیر کوم
ها خو سر د لاندې راځوړند په جزیره کې دی
څار زه همیشه بیا هم د داسې یو اسیر کوم
نوم به دې ماشومه ښه روښانه په منګي لیکم
نن به تسلي د یو ژڼکي په دې تدبیر کوم
څنګه ته ژوندی راشې او ژڼي راته مړه راوړې
نن ېې ګریوان نیسم دا پوښتنه له امیر کوم
ډیرې دورخانۍ راسره ورانې په دي ټکي دي
دا چې زه ټپې مې د ملالې په مسیر کوم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button