کابل ټکی کام ۱۲غبرګولي/۱۳۹۵، ډاکټر بلقیس وردګ
تازه څېړنو ثابته کړې ده، چې د جغندر مېوې اوبه د انسان د وینې د فشار د لوړېدو مخه نیسي، او پر انسان د دغې ناروغۍ د راتلو مخه ډب کوي.
د روغتیايي څېړنو یوه مرکز ویلي دي، که هره ورځ د جغندر مېوې یو ګیلاس اوبه وڅښل شي، انسان نه یوازې د وینې د لوړ فشار څخه ساتي، بلکې له نورو ډېرو بېلابېلو ناروغیو څخه یې ژغورلی شي.
دغه مرکز ویلي دي، چې د جغندر اوبه د زړه شریانونه نرموي، چې له کبله یې انسان د زړه له حملې څخه ژغوري.
دغه روغتیایي څېړنیز مرکز زیاته کړې ده، که چېرې د جغندر اوبه په دوامداره توګه وڅښل شي، د انسان په وړاندې د ګڼو ممکنه ناروغیو مخه نیسي.
برتانوي څېړونکو د جغندر په اړه په یوه څېرنه کې ویلي دي، جغندر چې په ځانګړې اندازه نایترېد لري، د یوه ګیلاس اوبو په څښلو سره انسان د وینې پر اندازه او د بدن پر دفاعي سېسټم ځانګړی اثر غورځوي.
دغې برتانوۍ څېړنې ښودلې ده، چې جغندر یوازې پورتنۍ ګټې نه لري، بلکې دغه مېوه په بدن کې د کلیسټرول د اندازې په کمولو کې هم ځانګړی رول لوبوي.















