افغان پرمختيايي لوبډلې د حبيب بانک لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت
د دوستۍ جام سياليو په لړ کې تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې لوبډلې مشر نجيب الله ځدران وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پاکستان حبيب بانک لوبډلې په ۴۹ اورونو او ۵ توپونو کې د ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ جوړې كړې، خو د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې ورکړل شوى هدف په ۴۰ اورونو او ۴توپونو کې د۴ لوبغاړو په سوځېدوسره پوره کړ.
تر دې مخكې لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې سبا به د يادو لوبډلو ترمنځ درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره شي.



