رضايي: طالبانو د فاریاب ۵ ولسوالیو کې حملې زیاتي کړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت

په فاریاب کې د امنیتي چارواکو په وینا، وسله والو طالبانو په پینځو ولسوالیو کې شدید عملیات پيل کړي دي.

په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا ویاند جګړن محمد رضا رضايي رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

محمد رضا رضايي زیاته کړه: په فاریاب کې وروستۍ څلور ورځې د امنیتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو شاهدې وې، خو اوسمهال، د غورماچ ولسوالۍ شاوخوا ته سخته جګړه روانه ده.

د فاریاب د ولایتي شورا مشر طاهر رحماني وايي چې د خوجه سبز پوش ولسوالۍ څلور امنیتي پوستې او د قیصار ولسوالۍ ۱۷ کلي وسله والو طالبانو نیولي دي.

بل خوا ته طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوی خبر پاڼه کې ویلي، چې د  قیصار پراخي سیمي یې نیولي،  دقومندان په شمول ۱۵امنیبي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړی زیاتوي: بیګا شپه دعمري عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ اړوند د خواجه ذات خوان، ارکلیک، زعفران، بیدکي او چکنک سیموکې یې د دښمن په مرکزونو وسلوال بریدونه ترسره کړل ،  چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوې، په پایله کې یادي سیمي په بشپړه توګه ددښمن څخه تصفیه شوي، ۱۰ تنه عسکر قتل شوي او د قومندان نجیب په شمول ۵ تنه نور سخت ژوبل شوي دي.

خبرزیاتوي چې اوس دیادي ولسوالۍ په نورو سیموکې له ګوډاګیانوسره جګړه دوام لري او په اړه نورجزئیات به یې وروسته پرلیکه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button