داعش په موصل ښار کې ۶ تنه سګرېټ پلورونکي اعدام کړي

کابل ټکی کام ۱۳غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې داعش ډلې په موصل ښار کې ۶ تنه سګرېټ پلورونکي په عام محضر کې اعدام کړي دي.
ABNA NEWS ویلي دي، اعدام شوي کسان سګرېټ پلورونکي وو، چې د نېنوا ولایت د شمال لویدیځ موصل ښار کې اعدام شوي دي.
دغه نیوز همدا راز ویلي دي، چې د داعش ډلې د «شریعت محکمې» دغه کسان په دې تور اعدام کړي دي، چې د دغې ډلې د لارښوونو څخه یې سرغړونه کوله.

داعش ډله ډېری کسان په داسې تورونو اعداموي، چې په اسلام کې هېڅ اجازه نه ده ورکړل شوې، لکه تېر کال د روژې په میاشت کې یې یو شمېر کسان د روژې د نه نیولو په تور د ناوړو تعذیبونو په وسیله اعدا کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button