د ايمان مسائل (يولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د نوې ودانۍ په بنياد کې د ځناور وينه تويول د هندوانو رواج دى

پوښتنه : يو کس نوى مکان جوړوي، نو د بنياد کيښودلو په وخت کې پسه (مګ) ذبحه کړي او د هغه وينه په بنياد کې واچوي، د دې کار شرعي حيثيت څه دى؟.

ځواب : په شريعت مطهره کې د دې کار هيڅ ثبوت نشته، داسې کول او داسې کول د ودانۍ په ساتنه کې موثر ګڼل ګناه او بد اعتقادي دى، داسې کول د هندوانو له نظرياتو څخه ماخوذ دي ([1]).

عبادت پيژندنه

پوښتنه : عبادت څه ته وايي؟

ځواب : عبادت بندګي کولو ته ويل کيږي، د مونږه ټولو رښتونی او حقيقي معبود هغه يو الله دی کوم چې مونږه او ټوله دنيا پيدا کړې او مونږ ټول د هغه بنده ګان يو، هغه مونږ ته د خپل عبادت کولو حکم کړی نو ځکه خو د مونږ په ذمه باندې د هغه عبادت کول فرض دي ([2]).

رضا په کفر کفر دى

پوښتنه : که يوه مسلمانه ښځه له کوم کافر سره د کفر د رسم او رواج مطابق نکاح وکړي او له همدغه کافر سره د هغوى بت خانه ته ورځي او مذهبي امور اداء کوي، د همداسې ښځې په مړي د جنازې لمونځ شته او که نه؟ او د مسلمانانو په هديره کې يې ښخول روا دي او که نه؟.

ځواب : بت خانه ته ورتګ او د بت پرستي د رسم اداء کول او بتانو ته سجده کول کفر دى، چونکه دغه کار يې په خپله خوښه او رضا سره کړى او رضا په کفر هم کفر دى، نو له همدې امله دا ډول ښځه کافره دى، لهذا په هغې دې د جنازې لمونځ نه کيږي او د مسلمانانو په هديره کې يې ښخول نه دي روا ([3]).

د ايمان په هکله د علماؤ اختلاف

)لکنهم اختلفوا في ان مناط الاروية مجرد هذا المعنى ام مع الاقرار فذهب الاشعري و اتباعه الى  ان مجرد هذا المعنى کاف لانه المقصود والاقرار انما هو ليعلم وجوده فانه امر باطني ويجري عليه الاحکام فمن صدق بقلبه وترک الاقرار مع تمکنه منه کان مؤمنا، شرعا فيما بينه و بين الله تعالى ويکون مقره الجنة لکن ذکر ابن الهمام ان اهل هذا القول  اتفقوا على انه يلزم ان يعتقد انه متى طلب منه الاقرار اتى به فان طولب ولم يقر فهو کفر عناد وذهب امامنا ابوحنيفة رحمه الله وغالب من تبعه الى ان الاقرار وما في حکمه کاشارة الاخرس لابدمنه فالمصدق المذکور لايکون مؤمنا ايمانا يترتب عليه الاحکام الاخرويةکالمصلى مع الريا فانه لاتنفعه صلاته(.

ژباړه : په دې هکله چې آيا د اخروي احکامو مدار يواځې همدا معنى د ايمان دی  کومه چې له تصديق اذعان او باورکولو څخه عبارت دی يا دا چې اقرار هم ورسره ضروري دى، د علماؤ ترمينځ  په دې کې اختلاف دى، اشعري او پيروان يې  په دې عقيده دي چې يواځې همدا معنى (تصديق او اذعان) کافي دی، ځکه چې همدا معنى مقصود دی او اقرار د هغې د اظهار لپاره دی، ځکه چې تصديق او اذعان باطني امر دى چې تر زړه پورې مربوط دى چې هغه مطلوب دى او اقرار يواځې د هغه د معلومولو لپاره دی او محمدي غرا‌ء شريعت د احکامو د اجراء لپاره دي چې د اقرار او شرعي احکامو د اظهار په واسطه په هغه باندې اجراء کيږي، لکه ميراث، نکاح له مؤمنې سره او داسې نور، څوک چې په زړه کې  تصديق ولري سره له دې چې په اقرار باندې يې قدرت هم وي بيا هم هغه ترک  کړي نو د اشعري په نزد عندالله مؤمن دى او مقر (ځای) يې جنت دى.

د امام ابوحنيفه رحمه الله او د هغه د پيروانو مذهب دا دى چې له تصديق او اذعان سره سره اقرار او هغه څه چې د اقرار په حکم کې دي لکه د ګونګي اشاره  ضروري دى چې نوموړي مصدق به  پرته له اقرار څخه مؤمن  نه ګڼل کيږي، د هغه ايمان دا سې ايمان نه دى چې اخروي احکام ورباندې مرتب شي، د دې مثال لکه د هغه لمونځ کونکي په څير دى چې په رياء سره لمونځ کوي کوم  چې هيڅ ګټه او ثواب نه ورته رسوي (يعنې دغه رياء کار لمونځ کوونکى ته په آخيرت کې کوم ثواب او بدله نشته) همدا شان په ايمان کې يواځې تصديق او اذعان پرته له اقراره کومه  فايده او ګټه نلري چې د ده  په  نزد په ايمان کې له تصديق سره سره اقرار کول هم  شرط دي ([4]).

)الفرقة الثانية الذين قالوا الايمان بالقلب واللسان معا وقد اختلف هؤلاء على مذاهب الاول الايمان اقرار باللسان ومعرفة بالقلب وهو قول ابي حنيفة وعامة الفقهاء ثم هؤلاء اختلفوا في موضعين احدهما اختلفوا في حقيقت هذا المعرفة فمنهم من فسرها بالاعتقاد الجازم سوا‌ء کان اعتقادا تقليديا او کان علما صادرا عن الدليل وهم اکثرون الذين يحکمون بان المقلد مسلم ومنهم من فسر بالعلم الصادر عن الاستدلال.وثانيهما اختلفوا في ان العلم المعتبر في تحقيق ا لايمان علم بما ذا قال بعض المتکلمين هو العلم بالله وبصفاته على سبيل التمام والکمال ثم انه لماکثر اختلاف الخلق في صفات الله تعالى لاجرم اقدم کل طائفة على تکفير من عداها من الطوائف وقال اهل الانصاف المعتبر هو العلم بکل ما علم بالضرورة کونه من دين محمد صلى الله عليه وسلم فعلى هذا القول بکونه تعالى عالما بالعلم وعلما لذاته وبکونه مرثيا او غيره لا يکون داخلا في مسمى الايمان. القول الثاني ان الايمان هوالتصديق بالقلب واللسان معاوهو قول بشر بن عتاب المرسي وابي الحسن الاشعري والمراد من التصديق بالقلب بالکلام القائم بالنظر ولقول الثالث قول طائفة من الصوفية الايمان اقرار باللسان واخلاص بالقلب( ([5]).

ژباړه : دويمه ډله  هغه  خلک دي چې وايي : ايمان  په زړه،  باور او تصديق په ژبه باندې اقرار کول له ايمان څخه عبارت دى (يواځې يو ايمان چې تنها په زړه وي او يا يواځې په ژبه وي د قبول وړ نه دى) دوى په څو مذهبونو ويشل شوي :

(١) امام ابوحنيفه رحمه الله او عام فقهاء په دې نظر دي چې ايمان اقرار په ژبه او معرفت په زړه دى د ما جاء به النبي صلی الله عليه وسلم تصديق او په ژبه په هغه باندې اقرار کول به ايمان  ګڼل کيږي، البته د هغه چا ايمان چې له دې دواړو (اقرار او تصديق) څخه يو  ولري  قبول نه دى، دې ډلې په  دوو نقطو کې اختلاف سره کړى.

الف : د ذکر شوي معرفت په حقيقت کې اختلاف لري، ځينې يې د معرفت تفسير په جازم قطعي اعتقاد سره کوي عام له دينه چې مذکور اعتقاد تقليدي وي او يا دا چې له علم او استدلال څخه را منځته شوى وي، چې د دې  ذکر شوي نظر څښتنان ډير دي او هغوى د مقلد په اسلام باندې حکم کوي چې د مقلد ايمان د  قبول وړ او په خپله مقلد مسلم  دى.

يو شمير نور معرفت په هغه جازم اعتقاد سره تفسيروي چې له علم او استدلال څخه حاصل شوي وي، البته د دې نظريه خاوندان په اقليت کې دي او د مقلد ايمان قبول نه ګڼي.

ب : د هغوی د اختلاف دويمه نقطه دا ده چې د ايمان په تحقيق کې معتبر علم  په کومو شيانو باندې دى؟ ځينې متکلمين وايې : هغه د الله تعالى په ذات او صفاتو باندې د تمام او کمال په طريقې سره له علم څخه عبارت دى (يعنې چې د کمال او تمام په طريقې سره د الله تعالى په ذات او صفاتو باندې علم ولري)  څرنګه چې د خلکو اختلاف د الله تعالى په صفاتو کې زيات شو نو مجبورا هرې ډلې او طائفې د خپل نظر مخالف لوري ته د تکفير نسبت وکړ، اما د انصاف خاوندانو فرمايلي چې د ايمان په تحقيق کې معتبر علم هغه د ټولو هغو شيانو پيژندل دي چې بالضرورة او د هغو د څرګندتيا په وجه له محمدي دين څخه وپيژندل شي، د همدې قول په بناء د الله تعالى په عالميت باندې علم دا دالله تعالى په ذات باندې علم دى نه د کوم وصف په واسطه باندې او دا چې  الله تعالى ليدل کيږي او که  نه ليدل کيږي د ايمان په مسمى کې داخل نه دی.

(٢) بشر بن عقاب په دې باندې قول کوي چې ايمان په قلب او ژبې دواړو باندې تصديق دى، ابو الحسن اشعري هم همدا نظر لري چې د هغوى په نزد د قلب له تصديق څخه مراد هغه کلام دى چې قايم په نفس پورې دى.

(٣) د صوفيانو طايفه وايي چې ايمان د ژبې اقرار او د زړه اخلاص ته ويل کيږي  چې د مختلفو نظرياتو له ذکر کولو څخه واضح شوه چې د حضرت امام ابو حنيفة رحمه الله نظريه غوره او مختاره دی، ځکه چې په هغه کې نه افراط موجود دى او نه تفريط، بلکې يوه داسې نظريه دی چې د شريعت احکام په ښکاره او څرګند ډول په مسلمان باندې تطبيق کيدلاى شي ([6]).

([1]) خير الفتاوى، ١ : ٨٢.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ص : ١٦.

([3]) کفايت المفتي، ١ : ٤٥، بحواله : شرح العقائد، ص : ١٩٥.

([4]) تفسير روح المعاني جلد : ١، ص : ١١١.

([5]) تفسير کبير، جلد :١، ص : ٢٧- ٢٨.

([6]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، ص : ۱۱۹.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button