ننګرهار کې د بهسودو دویم پُل رغول کیږي

کابل ټکی کام ۱۳غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
په ننګرهار کې چې د بهسودو د پُل د بیارغونې غوښتنه د ننګرهار د ولس له خوا په وار وار کېدله، او پُل د له منځه تللو په حال کې وو، د ټولګټو د چارو د وزارت له خوا یې تر څنګ د بل پل په رغونه کار پیل شوی دی.
د ټولګټو چارو وزیر محمود بلیغ وايي، چې تر راتلونکو درو میاشتو به د بهسودو د دویم پله د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
دغه پل د بهسودو د پخواني پله سره په څنګ کې جوړېږي، چې پرې به د ننګرهار ولایت د بهسودو، کامې، ګوشتې، دره نور او کوزکونړ سربېره د کونړ او نورستان خلک هم تګ راتګ کولی شي، چې اوسمهال په پخواني پل کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله زرګونه خلک په ساعتونو انتظار کوي.
د پل جوړوونکي انجینران وايي، چې یوازې ۱۰ سلنه د پله جوړولو چارې پاتې دي، او نور یې تکمیل کړی دی.
د ننګرهار ولایتي ادارې د بهسودو پله جوړونکي شرکت ته د چارو د بشپړولو لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی وو، چې په دې موده کې د پله د جوړولو چارې د تخنیکي ستونزو له امله تکمیل نه شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button