د کونړ ولایت له سلګونو بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

کابل ټکی کام ۱۳غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
د کونړ په ولایت کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له سلګونو بې وزلو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.
په کونړ کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست ویلي دي، د يوې سروې له مخې په نورګل او خاص کونړ ولسواليو کې ٢٥٦٦ کورنۍ چې اقتصاد يې ډېر خراب وو، او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان يې په خوار ځواکۍ اخته وو، په نښه شوي دي، چې نغدي مرستې ورسره وشوي.
دا مرستې د فقر د کچې د راټیټېدو په موخه پيل شوي، او په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته ٤٥٠٠ افغانۍ ورکړل شوي دي، تر څو خپلو ماشومانو ته پرې ښه خوراک برابر کړي.
کونړ له هغو غرنیو ولایاتو څخه دی، چې اوسیدونکي یې د تعلیم او نورو اسانتیاوو په شمول د اقتصادي اړخه د دولت او مرستندویه ادارو له نظره لوېدلی دی، چې د غربت کچه پکې لوړه، او د ژوند د اړتیاوو لپاره د کار کولو زمینه هم ورته نه ده برابره شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button