هلمند کې د امریکا د (ان پي آر) راډیو دوه خبریالان وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د رويټرز خبري اژانس له قوله چې د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د امریکا د ملي راډیو (ان پي آر) عکاس او خبریال ډيویډ ګیلکي له خپل افغان ژباړن ذبیح الله تمنا سره یو ځای د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
دغه اژانس لیکلي دي، دغه پېښه پرون یکشنبه داسې مهال رامنځته شوه، چې ډیويډ ګیلکي د خپل ژباړن ذبیح الله تمنا سره د افغان ملي پوځ په یوه موټر کې ناست وو.
خبرونه وايي، چې ډیویډ ګیلکي د هلمند د جګړې څخه د راپور ترلاسه کولو لپاره دغه ولایت ته تللی وو.
پنځوس کلن ډیویډ ګیلکي به نړیوالو ته د عراق په شمول د یو شمېر نورو جګړه ځپلو هېوادونو حال، احوال هم وړاندې کول.
ذبیح الله تمنا له ده سره د ژباړن په توګه کار کاوو، چې ۳۸ کاله عمر یې درلود.
ان پي آر تراوسه پورې د خپلو خبریالانو د وژنې تأیید او تردید نه دی کړی.
باید ووایو، له تېرو څو میاشتو راهیسې د هېواد په جنوبي ولایتونو په ځانګړې توګه په هلمند ولایت کې طالبانو خپل پیل کړي پسرلني عملیات ډېر توند روان کړي، ان تر دې چې د هلمند ولایت د سقوط اندېښنې د خلکو په منځ کې راپیدا شوې.
د یادولو ده، طالبانو تراوسه پورې د دغو خبریالانو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.



