طالبانو روزګان کې د یوې قرارګاه په نیولو سره، ۱۳ عسکر وژلي، او ۱۸ نور یې ژوندي نیولي

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د روزګان ولایت د دهراوو ولسوالۍ اړوند په سوختې سیمه کې د دوی د جنګیالیو له لورې د افغان عسکرو پر قرارګاه پراخ بریدونه ترسره شول.
دغه بریدونه چې بېګاه شپه ۲:۰۰ بجې پیل شول، تر ۳:۰۰ بجو پورې یې دوام وکړ.
طالبانو ادعا کړې ده، چې د برید په پایله کې یاده قرارګاه لاسته ورغلې ده، او پکې مېشت ۱۳ تنه عسکر یې وژلي دي.
طالبان همدا راز دا ادعا هم کوي، چې د جګړې پر مهال یې ۱۸ تنه نور عسکر ژوندي نیولي دي.
د طالبانو د ادعا له مخې چې په قرارګاه کې یې له مقابل لوري څخه یو ټانګ، یو رېنجر موټر، یو اېس پي جي ناین توپ، لس ثقیلان، شل امریکایي ټوپکونه، ۳ وسط هاوانونه او نور ګڼ مهمات او مرمۍ لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button