بلخ: د دوو قوماندانانو ترمنځ جګړه شوې ده.

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۱۷ عبدالهادي همت

د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د محلي  پولیسو د دوو قوماندانانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د شولګر ولسوال سراج الدین عابد وايي: نښته نن سهار شاوخوا شپږ بجې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندانانو نظرګل او محمود ترمنځ پیل شوه او تر غرمې یې دوام درلود. عابد وايي چې ښايي دواړو لوریو ته زاني زیانونه اوښتي وي، چې اوسمهال سیمي ته امنیتي ځواکونه ور استول شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ امنیت امرعبدالرازق قادري هم پېښه تائیدوي او وايي، په نښتو کې د محلي پولیسو دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دغه قوماندانان   ولې په خپلو کې سره  نښتي دي.

عیني شاهدانو هم رسنیو ته  ویلي، چې دوی په سیمه کې ګڼ شمېر وژل شوي  محلیان او ټپیان لیدلي خو د کره شمیر په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

دا په داسې حال کې  ده، چې یوه ورځ وړاندې په بلخ ولایت کې ځايي اوسیدونکو د بلخ د والي عطامحمد نور او یو شمېر نورو جنګي کړیو  پر خلاف پراخ لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل تر څو په دغه ولایت کې د خپلسریو جنګسالارانو مخنیوی وشي او ددوی له ظلمه ولس وژغوري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button